top of page
Search

سیاسی چړي -۲

سیاسی چړي -۲


طنز- محمود نظري


چړي! ګاونډ په خپل نرښځي ناز او نخرو وغولولې

دنیا ته یې د ابو جهل په ونه رورو وخیژولې

د جهل توغ به دي خورا دومره ډیر نه لوړوالای

تر اوسه دنیا په رسمیت د ښو سوالګرو وپیژندلې

رورو( ژر)

***

دا ژوند کله منم چې ږیره زما واک يي د ملا وي

دا پیوند کله منم چې تنه زما خوراک یې د لالا وي

دلته فتوا ،املا، انشا هر څه سراسرله بیخه غلط دي

دا روند کله منم چې کور زما خپلواک یې ډراکولا وي

کالا( تور)، روند ( دوران) ډراکولا(ویني څښونکی انسان دی)

***

له خره څخه لا د آس کار اخیستل ممکن دی

له ژیړو څخه لا د زرو کار اخیستل ممکن دی

وایی له جاهل دوړن څخه ملایکی لیري تښتي

د جاهل مذهبي سړی کله کار اخیستل ممکن دی

***

که شپه هر څه اوږده سي اخیر سهرلري

که هر څه تور طوفانونه راسي اخیر لمرلري

بیله خدایه هیڅ شی په خپل حال نه پاته کیږي

که هر څه روژه اوږده سي اخیر اختر لري

***

طالبانو دنیا ته وښودل چې اخته په بدماشي دي

په زړه خیرن کور په کور اخته په تلاشي دي

د بیرغ،کوسه، سازي، ښځې په لیدو په خرخشي سي

ښه سارایی او په جهالت کې ښه اخته وحشي دي

اخته (بوخت ،غوښی په مستو کی یا سورخیښتول چې پستې سی)




0 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page