سیاسی چړي -۲۰
طنز- محمود نظري
له ټولو نورو ځان هوښیار ګڼل لویه تیروتنه ده
دا د دانا نه، دا د ټوپکی جاهل بې وزره الوتنه ده
خدای ښځه ژوندی له قبره باسي ته يی شوه کوې
دقران دعلم سیند په ګډوه کې ځایول کله ممکنه ده
***
ناوې وژل، په لاره په موزیک ځوانان وژل
ښځې یندي کول، په ټیکټاک ځوانان وژل
دا ټوله ستا ښه کړه اسلامي دي موږ یې منو
تر ټولو ښه دي د قبرونه الوزول شهیدان وژل
***
طالبه! چي پر خره سپور یې الوتکې ته بد مه وایه
چرګ چې حلالوې د هغه خلپکې ته شدمد مه وایه
له زورور سره په تړ، مازې ترخپلې ګټّې تلل خري ده
د پلار، نیکه دښمن ناببره چپکې ته خوشامد مه وایه
تړ( قرارداد)،خلپکې( د چرګ لتکي)، چپکې (مچه) ، شدمد( شان و شوکت)
***
طالب ته هر سایینس پوه چپک ایسي
د خپل غرور له برکته ورته سپک ایسي
زور که د تقوا جامه واغوندی فرعون سي
خلک ورته مرغی ځان ورته چپک ایسی
چپک( باز ، یوه ښکاری مرغی)
***
دا طالب چي ځان پاک بولې، سم نا پاک یې بوله
چي ځان د دې خاک بولې ، سم خاشاک یی بوله
دا ببر قصاب د اسلام په وسله پوه افغان حلالوي
هغه چې قصابي جهاد بولي، نوسم بړواک یی بوله
پسه( بی ګناه سړی)،بړواک ( ایله ګرد)
***
Comments