سیاسی چړي -۲۲
طنز- محمود نظري
امنیت په خیر را ورسید، په لاره جوړه ورکه ده
د دې کاروان له خلکو کپه د نس موړه ورکه ده
ورغلم فالي ته چې زموږ دا ورکه را پیدا کړې
هغه ویل د دی سر زورو د عقل کڅوړه سپکه ده
***
موږ دي دغلبیل کولمو کوم مردار سوری بند کړو
موږ دي د ابپاش وجدان کوم رادار سوری بند کړو
چي خپله وننول او ونښتېځل نسې بله چاره نسته
موږ باید په بدو مرداریو هر بویدار سوری بند کړو؟
***
مړه پړه خلک، ځان ته له چالاکو فرعونان جوړوي
ژوندي خلک، ژوند ته ځان او ټول جهان جوړوي
د واسلین مالو دي نور خدای سلامت ساته، بس ده!
هغه لکه ځینې دینونه له حیوانانو خدایان جوړوي
واسلین مال ( غوړه مال)
***
ښه که بدخوب وینم عالمه جانانه ؟
نه جهالت سته نه انداز طالبانه
هر یوپه خپله خوښه ژوند کوي
جاهلت په دار ځړیږي خوشبختانه
***
تبریک شیخه! ټوله دنیا دي خر دروغجن بولي
د وعدو په وفا او اجرا دي خر فریبجن بولي
په قران کې همدا د ښه مسلمان صفتونه راغلی
مسلماني هیوادونه دي اسلام ته خر زهرجن بولي
***
Comments