سیاسی چړي -۲۳
طنز- محمود نظري
کافره تا او کافر ولس سل کاله مخکې پرمختګ غوښت!
ښځو ته آزادي، انجونوته ته مکتب او پرمختګ غوښت
سل کاله کیږي تر اوسه لا هغه جاهل توره په لاس نارې وهي
ولسه ژر راته وښیه: چا په دې ملک کي پر مختګ غوښت؟!
کافر ( امان الله خان)
***
پخوا به مو ژوندی باچا لره، اوس مړ
پخوا به د سونتو غلامان وو اوس د شوپړ
اوس هر حکم د هدیرې له شورا راځي
هر سراب ته ولاړ یو سرکښته ، مایوس، پړ
شوپړ ( ناسونته، جاهل)
***
طالبه اشغال خو ښکرونه نه لري
بیله سجدې کول خو بل چمونه نه لري
هغه دي ادې په کوناټو وهي ته چپ يي
اشغال خو نور فوځونه او لښکرونه نه لري
***
طالب : دننه مشروعیت لرو، نو ولي بهر مشروعیت غواړو؟
موږ دنیا په رسمیت پېژنو،نو ولي له دنیا رسمیت غواړو؟
ټوله ولس له خوشحالي او مړښت بهر ته سیاحت ته ځي
د بشریت ضد کارونه کوو؛ نو ولي له دنیا انسانیت غواړو؟!
***
چا ته کافر ویل اخیر حد د جهالت دی
کافر ویل هر چا ته د عالم خجالت دی
لږ څه منطق خپلو درواغو ته پیدا کړه
خپل په سپینو درواغ ټینګار رذالت دی
***
Comments