سیاسی چړي -۲۴
طنز- محمود نظري
زه طالب دبل نه منم د خپل هم نه منم،لاس مو خلاص
د بل ویاړمنم، ملي ویاړ نه منم، کوزپاس مو خلاص
تاسو که له لوږی مرئ که پاته کیږئ،زما يي د بلا
د دنیا نه منم، دعلما نه منم ، چپراس مو خلاص
***
څوک چي ډیر وایي: زه بیګناه یم، له هغه ګناهکاره تښته
هغه چي وایي: زه ډیر پاک یم، له هغه لوی مرداره تښته
هغه چي ګبر او مرتد وي هغه تل ادعا د ښه مسلماني کوي
اوس ان شیطان لا وايي افغانه، زما له لوی اوچاره تښته!
اوچار( کبرجن)
***
کابینه مو چړي، طالب، ملا شموله ده، آیا درواغ وايمه!
د سیاسي ملایانو دا نااهله اداره قبوله ده، آیا درواغ وایمه!
زوروري اوبه مخ به په لوړې هرومرو ځي، نه پاته کیږي
دا باټو اداره د ولس او دنیا قبوله ده؟ آیا درواغ وایمه!؟!!
***
سم کوڼ نه اوري، یوازې د شونډو نڅاه ویني او پوهیږي
سم ړوند نه ویني یوازې د خبرو ګډا اوري او پوهیږي
زموږ ټول واکمن روغ جوړ؛ مګر ټپ ړانده او کاڼه دي
هرپمن یې کله د سلا او لغاز تخنونه حسوي او پوهیږي
***
زموږ سرمایه ځوانان دي، هغه هم سوه بې سواده
هغه هم یو بل پسې د ناخوالو تښتی ګڼي دي بې هیواده
د کولمو په ټېغ که وطن جوړیدای د دنیا اول لمبربه وای
وطن کله په اوړیو جوړیږي چې پاته دی راته له اجداده
***
Comments