سیاسی چړي -۲۶
طنز- محمود نظري
چې ټوله سیاسي طالبان یوه خوله نسي
دا دنیا به له هغو سره یوه خوله نسي
له یوې کاسې د لسو خوړو بوی لټیږي
دا ډول ډول خواړه باید په یوه خوله نسي
***
د طالب هره خېټي فتوا دلته فرمان د خدای سي
چلند ته یې چې ګورې لکه وحشیان د خدای سي
ریا هلته چلیږي چې خلک یې سکوښتي پسان وي
په نادانو کی تل تر تله مقام د شیطان د خدای سي
***
څوک چې سر پورته کړی ټاپه د کافر پر وهې
هغه چې لاسي تری تم کړې ټاپه د مسافرپروهې
که مسلمان یی د خدای ځواب به څه وایې؟
که مولا دی د فتوا ضد سي آیا ټاپه د تنافرپروهې؟
تنافر(کرکه، نفرت))
***
ځنګلونه سوځي، کانونه ښکاره لوټیږي
لوږه او غربت ورځ تر ورځي ډیریږي
له دې موم وطنه څه جوړوې طالب جانه؟!
کله درنه ګردی، کله مربع ، کله مثلث کیږي
***
راغلې براعلا د ناتو او امریکا پر اوږه
بد بوی دي ځي لعنت مه وایه پر هوږه
موږستا نه د کوم ښو هیله نه لرو،بیله بده
بس په خیرنو ويښتو کی پټ اوسه لکه شپږه
***
Comments