سیاسی چړي -۲۷
طنز- محمود نظري
قانون نسته هر شی کوې په جوت ټاک
د ولس ژوند ته یې سل په سلو کې اوټاک
کوڼ یي د خلکو چغې او بوغارې نه اورې!
دنیا ته وایې ماشاالله هر شی دی ټیک ټاک
اوټاک( بی پروا) ، جوت ټاک ( لوبه)، ټیک ټاک( روغ او ښه )
***
هر کار یې له کندهاره رهي کابل ته په پښو د کیشپ دی
په هر خیټي فرمان يي د عالمو مسلمانانو ګپ شپ دی
شرم نه لري په دې غلطو فرمانونه لکه د خره مچ
په پرله پسې کیش يي اریان کړی پنډیت، رابی او بشپ دی
ګپ شپ( خبری اتری)،بشپ ( د عیسویانو مشر) رابی( د یهودو ملا)
***
دا جنګي په وینورنګ مړزان څنګه سره پخلا سوه؟
څنګه یې شریکه تر منځ د واک یوه فورمولا سوه
هریو غواړی دیو بل د غلا مقدس چمونه زده کړی
هغه تو لعنت په چمونو کې ټول شاګردان د ملا سوه
***
په لوړ ږغ خبرې کول د لوچک صفت دی
له ځان لوړی خبری کول د پوچک صفت دی
چې ځان ته خپله ډیر دانا وایي نادان يي بوله
دغوړه مال لکه په یو نبات د پيچک صفت دی
***
طالبه ولي په دربه له ښوونځيو مدرسې جوړوې؟
ولي په خوارو خلکو له هرې خوا تنګسې جوړوې؟
په خپلو نادانیو ټینګار کول خاصیت د حیوان دی
ولي خلکو ته دغلط اسلام په نوم دسیسې جوړوې؟
***
Comments