سیاسی چړي - ۲۸
طنز- محمود نظري
هغه ډیر سپک دی، چې خلکو ته په سپکه ګوري
له تیرو عبرت نه اخلي خلکو ته په کرکه ګوري
څوک چي له تیرو زده کړه ونه کړي خر ناکام دی
خرناکام نادانانو ته نمکي، دانا ته بی نمکه ګوري
***
طالبه اسلامي عطر د ځان په بدبويي مه وهه
له اسمانه قراني محک د ځان په ناداني مه وهه
قران د عالم خدای هدایات دی ټولو عالمیانو ته
د ړنا په پلمه د تورتم ټاپه زموږ په تندي مه وهه
***
کوچني خلک کله لوی لوی کارونه کولای سي
لوی خلک کله کوچنی کوچنی کارونه لیدلای سي
دهر چا د ماغزو په کچه د هغه انتظار کوه
کوچني خلک کله د لویانو په خبرو پوهیدلای سي
***
طالبه اوس دي له ځانه د خلکو زړه تور کړ
ویجاړ دي د دوی د خوښې دین او کلتور کړ
مازیګر سو نور ستا د لمر انتظار نه کوو
په ګوز او لغتو دی ځان په دنیا کی جاهل باتور کړ
***
امیره ! چې شریعت ستا هر بده خبره وي
ستا پوه به له دینه لکه ويښته کمبره وي
له ډیرې ناپوهې دي ځان اخیر پیغمبر کړ
تل د مغرور جاهل خبره لوړتر پيغمبره وي
***
Comments