سیاسی چړي - ۲۹
طنز- محمود نظري
پام نوره خبره ونه کړې مخ پټول د قران خبره ده!
زه المنکر وايم، یو متر ببره ږیره د ایمان خبره ده!
زموږ دا افراطي خبرې د پوه خلکو د ویرولو لپار دي
څه که د قران نه وي هرومرو د عالم شیطان خبره ده!
***
طالبه ډیرمسلمانان دي عیسویان کړه
ډیر له وطنه او کوره دي فراریان کړه
په ښه قدم دي د افغان یوه ګوله ډوډۍ ودریده
افغانان دي د یوې ګولې ډوډۍ مجنونان کړه
***
د ځینو طالبانوډیره خپلسري خوښه ده
دا وهه، هغه وژنه، ګل ګلمیري خوښه ده
لکه وحشیان دجهاد په نوم قتلونه کوي
هر یوه د اسلام په نوم ګبره کافري خوښه ده
***
تاسو د مولا ږیره او لنګوټه له ریا کاپي کوئ
په عدالت او علمیت یې ناروا ملاکړوپي کوئ
د واک حرص انسان ظلم ته هڅوي ، شیخه!
ولي په سوله کې کړه د بریا میکروسکوپي کوئ؟
***
چې فساد نسته، شکر ولا خو کار هم نسته
چې طالب نسته شکر ولاخو ډنډامار هم نسته
ماشیندارخبرې دي نه، ټک ټک عمل دي منم
چې ذره عقل نه وي ولاخو کوم ابتکار هم نسته
***
Comments