سیاسی چړي -۳۰
طنز- محمود نظري
مسلمان په یو خرمن ږیره ،نه په صداقت پيژندل کیږي!
په کایناتو کې کله په لوړ سوچ او دقت پیژندل کیږي!
مسلمان هغه چې په وعده وفا نه کوي، درواغ په ټنووایي!
کله په انسانیت او کله له خواروسره په رقت پیژندل کیږي!
دقت ( غور) ، رقت (مهربانی )
***
پخوا مسلمان یو درواغ نه ویل کافر یو رښتیا
اوس کافر یو درواغ نه وایي مسلمان یو رښتیا
وایي : درواغجن هیڅکله مسلمان کیدای نسي
څه وايې ما د طالبانو نه دي اوریدلی ان یو رښتیا!
***
هغه چې ډیر د حجاب پسې ګرځي، مردار یې بوله
هغه چې پی مخو حورو ته نه ګوري،ریاکار یې بوله
د حورو مخ پټوي چې لیدو ته يي ګرګېان مخ په عقبا سي
خپله یې لومه حورو ته ایښې،د دنیا دحورو خمار یې بوله
ګرګي( لمر وهلی، ناروغ)
***
شله هغه دی لکه جنراتور چالان وي د کوربه نه اوري پوښتنه
لکه بې بیریکه موټرپه ډبروکې روان وي د کوربه نه اوري بسنه
دا ګردی میز د نس د خالي کیدو لپاره ښه ځای دی کارشناسه؟!
اخته یې لکه ماشیندار د خولې تخم دي بادیږي کله اوري مننه
شله ( سرزوری)، تخم( د خولي ناړې)
***
افغانان خپلو ته وحشي، زورور زمریان دي
نورو ته چنجان، خپل ورورته نېښور ماران دي
چې د پیر يې په شی لاس برسي حمله اوتوبره ده
یو بل ته تر ټولو ژویو لا جنګی ښکرور مږان دي
***
Comments