top of page
Search

سیاسی چړي -۴

سیاسی چړي -۴


طنز- محمود نظري

دعلم ډیوه روښانه کړه چې وطن ته درسم!

شاړه مځکه ودانه کړه چې چمن ته درسم

زه لکه تا په مړو افغانانو کې ختلای نسم

ته ډهل سورجانانه کړه چې اټن ته درسم!

***

ستاسو په لستوڼو کې اوږده د پردو لاسونه دي

ستاسو په پښو کې په شرنګا د پردو پایزېبونه دي

خر په ماڼي کې شهزاده کیږي نه، ماڼۍ غوجل کیږي

آیا د غریب په ځوریدو کې د دنیا او عقبا جنتونه دي؟!

***

ډیر مهم لومړني ساینسي اختراعات په مسلمانانو کې دي

چې دینوي علم یوازې فرض سو، بیا په عیسویانو کې دي

بیا مسلمانانو له یو بل غاړې ته د کرکې امیلونه واچول

اوس تر ټولو وروسته پاته مسلمانان په ادیانو کې دي

***

هغو چې دنیاوي علم فرض کړ اوس په آسمانو کې ګرځي

چی یې دینوي علم فرض کړ لکه کچکول په وطنو کې ګرځي

هغو چي دواړه دینوي او دنیاوي علمونه دین کې فرض کړه

دنیاوي ډاکټران او دیني عالمان یې په ګلونو کي ګرځي

***

د انجونو پر تعلیم معامله کول یو ډول دلالي نه ده، ده؟!

دا په پراخو پرګڼو کي یو ډول بدشګوني نه ده، ده؟!

ته یو ډول تور غټ داغ د ننګ یې د افغان پر تندي

هرچا ته د رسمیت لاس نیول یو ډول ګدايي نه ده، ده؟!

***


1 view

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page