top of page
Search

سیاسی چړي -۵

سیاسی چړي -۵


طنز- محمود نظري


عجبه ده دا افغانان له مسلمانه تښتي کافرانو ته

کله څوک د کافرانو تښتي د دین ستونو ملایانو ته

ملا یو وار قران له ژباړی سره لکه حلوا هضم کړه!

په اسلام کې عیب نسته وایم دا سیاسي مولویانو ته

***

عجبه ده په طالبانو د افغان دولت موټر چلیږي؟!

د مخ په ګیر نه، یوازې د شا په ګیر باټر چلیږي

په بریک او آهن بریک باندې یو هم نه پوهیږي

تر هغه تر شا ځي ځي، چی د انجن یې ټر چليږي

باټر( لاپو)، ټر( بکواس)


دا طالب خورا چمجن راوختئ ووایم که ونه وایم؟!

دا طالب غورا چینجن راوختئ ووایم که ونه وایم؟!

خلک يې خوږ بولي، تریخ دی، سم په کونه کوږ دی

د قران د اقرا کرکجن راوختئ ووایم که ونه وایم؟!

چینجن( په هر خبره کی خبري لټونکی)

***

چړیان تجاران سوه په هر څه له دنیا سره معامله کوي

بی ګناه ملکیان وژني له امریکا سره معامله کوي

د انجونو د تعلیم ګروپ لکه ماشوم مړکوي او لګوي

د خپلو لوڼو په تعلیم ان له اروپا سره معامله کوي

***

هیڅ نظام چې تر اوسه راغلی بې پرې نه وو

کله په منځ کی ټوټه ټوټه او پرې پرې نه وو!

هر ډر یې قاضي سي قانون غوړه یوه ګوله کړی

کله کوم نظام تراوسه راغلی، سترګه پرې نه وو

***


0 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page