top of page
Search

سیاسی چړي -۷

سیاسی چړي -۷


طنز- محمود نظري


شیخه ستا ولي هر خبره دنیا او ولس ته غمباده سي ؟

ځواله دي اورمړ تنور ته تیاره بی سته په رپیده سي

دنیا ته په لوی کپان کې ستا د طلا وزن سم نه دی

ستا هره خبره دنیا ته لغړه بې موزیکه نڅیده سي

کپان( غټه دلرګو د تلو تله)، غمباده (د کولمو درد)

***

وايي د ازمایلي ازماینه دانا ته بیا بیا خوشنوا ده

له یوه سوری څو واري چیچل پوه ته بې پروا ده

اول وار دي تلویزویونه په دارول له فېتو سره

اوس لکه چې بل آیت راغلی تخنیکي اله سیوا ده

***

واه ! موږ چې ژوند د سپو وکړ، حساب به د سړو ورکوو؟!

واه ! موږ کله هم سړي وو، چې حساب به د سړو ورکوو ؟!

خدای دا دنیا ښکلې پيدا کړې خاص او یوازې د انسان لپاره

د ملا مو کیزه په لاس،د پيچوتاب حساب به د سړو ورکوو؟!

***

موږ له ټکې وروسته سوچ کوو، دنیا مخکي

موږ په له مرګه وروسته سوچ کوو، دنیا مخکي

غلام په آزادي دومره خوښ نه دی لکه په قفس بدلي

موږ د سپی داړولو وروسته سوچ کوو، دنیا مخکي

ټکه( پېښه)

***

ولي یوه خبره «نه منم» تکرار وې لکه کوکي ناوکۍ

ولی ستا له وحشته ځوانان تښتي د خپلي ګراني ادکۍ

سم وایه وطن بربادوم ټول چړیان او ملا یان پر ګمارم

په راتلودی ولس سم سرسام سو لکه سوکي بوړبکۍ

بوړبکۍ( ګرد باد)،سوکي (غضبناکه)

***


1 view

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page