سیاسی چړي -۸
طنز- محمود نظري
بزرګان وایي زموږ طالبان هیڅ تنخوا نه لري
نه نس نه جیب نه لګښت هاخوا د ېخوا نه لري
آیا دوی خدای پیدا کړی ملایکې، چې نفس نلري
یا کولمې یې پنچر دی چې دغلاچورهوا نه لري ؟
***
که مو په ښه خبر ځان کوڼ کړ کاڼه یاست
که مو له وطنه ورک ټټاون کړ راڼه یاست
یو غلام پر بل غلام بد وایي د ختایستلو لپاره
که مو ورک د رسنیو ژباوڼ کړ سیاڼه یاست
ټټاوڼ( دوړي مار ) ، ژباوڼ( چاپلوس)، سیاڼه ( هوښیار)،
راڼه ( روښانه ، پوه)
***
کاشکې د ټولو پر تندي لیکل کیدای، جنتٍي که دوږخي دی
هر چا دا دوړن شیخان پر منبر لیدای، جنتي که دوږخي دی
صفا هوا به وای، یو بزرګ به په دروبین کی نه لیده کیده
دا بزرګان په پټ وای چې مالوم نسي، جنتي که دوږخي دی
***
ما چې مکتب سوځئ، ولي بیا بنا کړم هغه؟!
چې مي عالم وژئ، ولي بیا آغا کړم هغه؟!
زموږ ټول کارونه له اوله ټوله سرچپه وه
چي مي د وطن زړه ړندوئ، ولي بیا بینا کړم هغه؟!
***
Comentários