سیاسی چړي -۹
طنز- محمود نظري
نیمچه ملا جان به دي کافر کړي
نیمچه طالب جان به دي مسافر کړي
نیمچو ته ترشا مه ګوره، ځغله تښته!
نیمچه ډاکټربه دي ژوند ضرب صفر کړي
***
یو ملا چې مرګ ته نژدې و او ډیر ډنګرا
ټول ورځ خلکو ته په زګیروي وو او ښیرا
سر پر مځکه ایښي داسې یې دعا کوله: خدایه!
زرحورې می نصیب کړې سره د لندني ویګرا
ویګرا ( د قوت ګولی)
***
فرمانونه راځي ، هیڅ نه پوهیږو د کومي لوري؟
باران نسته جهالت له آسمانه لکه واوره اوري!
د ودې ټولي لارې بندي دي یوازې په خیرات پایو
نه پوهیږم واوره به بنده سي تر څلورمه خوري؟!
خوری ( لومړی خور، دویمه خور ...د قمری میاشتو نومونه په پښتوکي)
***
د انسان او زمري لا په یو قفس کې ګذاره کیږي
د پسه او قصاب لا په یو ادرس کې ګذاره کیږي
چې د چا غاښونه د جهل په سوهان تیره سي، بیا
کله د طالب او افغان په یو هم نفس کې ګذاره کیږي
هم نفس( ملګری)
***
د طالب ویاندان ښه بسلمانان دي، درواغ بې حساب وایي
د انجونو د تعلیم وجه کله امنیتي وضع، کله یې حجاب وایي
موږ پوهیږو په دې کړونو خپلو خرو ته اوربشي اچوي
دنیا ته د غولولو لپاره کله تابلیټ کا،کله یې نصاب وایي
***
Commentaires