طنزی څلوریزې
محمود نظري
طالب جانه!
پخوا:
د طالبانو وه دا ښه كارونه
په دار كه رنگه تلويزونونه
په كيبل وهه زورور ځوانان
په خلکو درې واره تازه كوه اودسونه
***
اوس بیا د طالب اوازه ښه ده راتله یې
د ونې او گل ریبل یې نخښه ده راتله يې
په گنډلو منډلو کې په ګنډلو نه پوهیږي
د هغو غیچي او کیبل وهل ښه توښه ده راتله یې
اوس:
هغه پلا طالبانو د ظلم کنده ماته کړه
دا وار يې په ظلم خاشه ماته کړه
هغه وار د ولس هر ټپ ته ملهم سوه
دا وار يې روژه په یوه اوربشه ماته کړه
***
ولي مي ویاړ کښته او له پښو لاندې کوي
ولي مي عزت پرزه پرزه او د بغلو لاندې کوي
هر مړی دلته په سپین کفن کې راځي
لکه ګیدر بې برخې لخمه د کوناڼو لاندې کوي
لخمه ( بی هډوکو غوښه)
***
اسلام یوازې لویه ږیره او پگړۍ نه ده
د پاکستان د دیوبند تړلې پگړۍ نه ده
الله عالم دی اسلام دین د الله دی
اسلام علم دی په کار ورته وړۍ نه ده
***
دین سوی اوس وطن کې د موږک دام
د امتیاز لپاره يې دی یوازې خوږک نام
که په لویه قل الله پوهیږي نه پوهیږي
د پوهانو په لمانځه دی د هر مرخوږک پام
Comments