طالب جانه -۱۰
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
طالبه انسانیت دي انسان او روحانیت دي الله ته وښیه
خدایه لږ د اسلام علمیت دې ناپوه طالب ملا ته وښیه
وایي نیمچه ملا به دي سم دم د ابوجهل لمسی کړي
که مسلمان یې د جاهلیت پر ځای عقلانیت دنیا ته وښیه
***
طالب جانه ستا څخه ولي خلک لکه اوبا تښتي
مخ په بیابان څوک ځړیدلی په مارغه د هوا تښتي
خدایه د کفر مي هجرت لیدلی وو،نه له اسلامه
خدایه دا ټول خلک ولي لکه د تورې بلا تښتي
***
ته ځان ټینګوای نسي، ځکه زنانه ته حجاب غواړې
ولي انجنو ته په نه زده کړه له خدایه عذاب غواړې
ښه دي دا ښځې په ښوونځی کي وي کنه وای وای
بیا د څلورو زیات ښکلي په زر او خضاب غواړې
خضاب (ږیره وسمه کول)
***
هغومره چې نه پوهیږې هغومره کله ځوریږې
طالبه خوښ ګرځه خدایږو ته به کله ځوریږې
ملا ! ته او خدای ستا د اسلام عرابه سیده ده
صور به پو سي خدایږو چي ته به ځوریږې
***
د ناپوو خلکو هیواد وايي کله آزادیدای سي
د پردو آزادي اخلي له چم کله ښوریدای سي
تل مو بهرني ملکونه په چکچکو بهر ایستلي
د کورغوا د ګاونډ روږد غوایي کله پټېداي سي
چم( ګاونډ)
***
طالب د شطرنج د چم تخته د پاکستان ده
د هغه موخه ججه اخیستل له ټوله جهان ده
ګران افغانستان چي لکه کاغذ باد ازاد سو
اوس یې مانجه په لاس د تورلنګي جانان ده
***
留言