طالب جانه - ۱۱
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
د هغه له لاسه چې سوله نه وه، سوله راغله
غله اهل کار ولاړه ، پر ځای یې ډله بوله راغله
هغو د ملي ګټو په روانو اوبو کې چکر ووهه
د ملت کولمو کې د هغه په څښلو اله ګوله راغله
اله ګوله (ګړبړ)
***
ته زما درې رنګه، زه ستا یوه رنګه جنډه نه منم
زه دا دومره په کلتور ستا هر رنګه ملنډه نه منم
په هر جوله ، جامه او څوکیلومتره ږیره چي یې
د قران په علمیت ستا دیني بدرنګه توپ ډنډه نه منم
***
دا خلک که اصلاح کیدل خدای ولي خپل نبوت بند وه
عیسی آسمان ته په پورته کیدو ولي رسالت بند وه
د دنیا هرجاهل ناپوه انسان په خپل فکر افلاطون دی
که جنۍ په ګور نناستل ښه وه اسلام ولي دا ذلت بندوه
***
واه طالبه د وطن فرعونیان دي په يو پو ورک کړه!
لکه د مسلې پر شا د موښلو نخودو پوستونه سپک کړه
خدای مغرور دی مغرور کس یې نه خوښیږي هیڅکله
په خپله تور بوړبوړکۍ دی ټول پوهان تیت اوپرک کړه
بوړبوړکۍ ( ګرد باد)
***
چې د خلکو سیمونه د مغزونو سم نسي
د حجاب په تارونو به شهوتونو کم نسي
هر ملا څلور بې تعلیمه انجوني غواړي
ناپوه جوني به خبره د ملایانو په چم نسي!
***
ژرنده په اوبو او وطن په دماغو چلیږي
د طالبانو نظام یوازې په درواغو چلیږي
د غولو ډک سړي ته غرور څه په کار دی
دا وطن کله په نا علاجه ناروغو چلیږي
***
Comments