طالب جانه -۱۲
طنزیه څلوریزې
محمود نظری
طالبه ناکامیږې که د خپلو چټیاتو ورو تر شا نسې
پام کوه په ډیرو زاریو دنیاوالو ته د تماشا نسي
که دې دنیا کې که اوسې، د هغه قانون به منې
په بله دنیا کې په اوسیدو سره بستره پر شا نسې
***
د طالب سر ولي هر وخت تور ګاونډ ته خم دی
په هر ملي ګټې ضد لغته کې د ګاونډ چم دی
دې ژمي کې هیڅ د کارغه بې ارادې نه کیږي
غنم مو نه اوړه کیږي ګاونډ مو ورکړی نم دی
***
بې عقلانو ته پوه سړی خر بې عقل ښکاري
کله د هغه خبره او کړه هغو ته د عقل ښکاري
وطنونه په ببره ږیره نه، په ببره پوه آبادیږي
لویی، ببره ږیره درواغ هغو ته عقل ښکاري
***
که دي د ملت خول پرسر دی ولي له ټاکنو تښتې؟
که رښتیا کندوزي صابون یې ولي له غوړلمنو تښتې؟
تر ټولو لویه غټه بوغی د ستني په یو ټس چوي
که د بل په پو پړسیدلی نه یې ولي له ستنو تښتې؟
***
ابا مړ، ادي ویده ده ، بچ یې د تحقیر غیچکه وهي
د چم چرګان یې په اخښلي خمیر کې موښکه وهي
د طالبانو د واده دیګ د کبر په سور اور باندې دی
د چم تور ډمان يې په وریجو کې کاچوغکه وهي
***
Comments