طالب جانه - ۱۳
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
عاقل چا ته هیچکله د نیوکې ځای نه پریږدي
تر څنګ دریږي شیطان ته ځای د پای نه پریږدي
وروسته له ټسه چارزانو ښه ګټه لرې اې مخلصانو
د درواغوماشیندار مو دنیا ته جوړ ځای نه پریږدي
***
صاحبه ته هم د نورو کفن کشو کټ مټ سوې
خپل توربادار ته ارګ کې د پرو چپرکټ سوې
اسانه کار په هر څه لیدو ځان ړوند ښودل دي
د لوږو ژړا ته له تورچم سره په کټ کټ سوې
***
چرګه ولاړه اوس یې توکړۍ د هګۍ ته کښېناستو
ډالرونه ولاړه اوس دوه نمبره روپۍ ته کښېناستو
یوم البدتر دی نصحیت په جاهل مین کله اثر کوي
دنیا ولاړه د ملا جیب سوری د صدرۍ ته کښېناستو
***
طالبه کرار کرار دي د وحشت لمنه پراخیږي
کله به ستا د مخلصانو د علمیت زڼه غوړیږي
وایي بي علمه سړی ډیر بد تره تر مړي دی
ژرکوه د دنیا تر پزې د عفونیت لمنه رسیږي
***
ته ابو جهل خان، قران بې علمه کوای نسې
د انجونو ښوونه له افغانه اخیستای نسې
تا څه ښه کارونه د مسلمان سره ونه کړه؟!
په دې ټولو موسګانو کې فرعون کیدای نسې
***
Comments