top of page
Search

طالب جانه - ۱۴


طالب جانه - ۱۴


طنزیه څلوریزې

محمود نظري


په خوار پسه ټوله: لیوه ، شپون او قصاب دردیږي

که نرخرغلی وي پر هغه واړه بې حساب سپریږي

پسونو هغه وخت غلي کیږي چې لیوه یې شپون سي

تل د مغرورو اوښانو رهبري په خره جلالتماب کیږي

***

صاحبه ولي په خبرو کې ستا کوتره یوه پښه لري

اخوندان مو په هر ښه ملي کار کې خرخښه لري

غوړي غوړي وعدې مو ژر ورستې او وچي سي

ایا ستا دین کې په ملي ګټو تو، د اخیرت توښه لري

خرخښه( دغدغه)، تو(تف)

***

طالبه ستا له برکته هم مشرۍ هم کشرۍ وتښتېده

له هر کوره ستا له برکته ډوډۍ هم خوارۍ وتښتېده

مننه پر ځای یې بورۍ بورۍ ډرۍ او ډغرۍ راغلی

لکه له ماره، سپین ږیری ماما او ترورۍ وتښتېده

ډرۍ( ملنډي) ، ‌دغرۍ ( سرجنګی)

***

شاباس په غلامي کې دي ټول نظامونه تر شا کړه

په همه شموله کابینه کې دي ټول دولتونه تر شاکړه

دولتداري خلک په پوه، ته یې په چوف او پو کوې

په لوږه، او ویره دي تروریستي رژیمونه تر شا کړه

***

چي له لوږې مړسي وایي : وعده یې پوره وه

چي له توخي مړ سي وایي: قصیده یې پوره وه

که دنیا کې ټول کارونه کیدل، دولت څه په کار وو

چي تښتي وایي: ښه سو ولاړ، نغده یې پوره وه

***

ستا کاروان د کعبې پر ځای ترکستان ته ځي

د خلک او وسلو بار موټران پاکستان ته ځي

ستا درواغ د خدای لپاره نه دي، خلک پوهیږي

ستا د لاسه ښه مسلمانان ان کافرستان ته ځي

***

2 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page