طالب جانه - ۱۵
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
د مسلمان او بسلمان تر منځ توپیر څه دی؟!
د« م» او «ب» توری ترمنځ اکسیر څه دی
د اسلام ضد او بدنامونکي ته بسلمان وایي
تر زموږ بسلمانه دهندو ړوند ګوبیر ښه دی
***
شکر ټول مخلص وړونه مو واکمنان سول
د مدرسې چړیان مو ډاکتران، ماسټران سول
اوس ښه سو که خیر وو دواړه به وران سي!
وزیران مو د پخوا د بدنیو د ویش چړیان سول
***
طالب: دنیاوالو دا زده کړئ، روا دولت دغسي وي
زموږخپلسره توغ ، ملي غزله او عدالت دغسي وي؟!
ټوله ښه اهل خیاطان یو، د ښځو په پوړني اخته یو
ګاونډ مو مازي کابینه جوړوي آیا دخالت دغسي وي!
***
د ګاونډ ګټه طالب جان کې خورا ډیره ده
که چا ډالر ورکړ بیا یې د طالب خورا هیره ده
هغو ته ټول پوه انسانان پوچک سګرېټان دي
د هغو زموږ په سوډروو کي ګټه خورا ډیره ده
***
مذهبي خلک ناخوالو ته تقدیر وایي
له ظلمه ږغ پورته کولو ته تکفیر وایي
د بل غلامي ته وایي دا مصلحت دی
چي خپل حق غواړي هغه ته شریر وایي
***
د سپي نوم ځکه بد دی د غله پسې غاپي
خره ته ځکه بد وایي کار کوي بې لاپي
بد یو ورځ درسره خاندی بله درباندې خاندي
دې ټولو طالبانو ته په کار ده سایکوتراپي
***
Comentários