طالب جانه - ۱۶
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
نریم چې مي زړه سو، ان لکه سیک شمله پلورم
لکه شیطان په«نه»د اسلام اتوماتیک، قواله پلورم
هر چا کي یو شیطان د هغه د ږیرې په کچه سته
زه د هر تور موټر په لیدو لکه ترافیک، قبله پلورم
***
طالبان او امریکا دواړه لکه کوچنیان لجاجت کوي
دواړه په خپل زور د دنیا په شرطونو حجت کوي
د دوی یې د بلا، پایماله ترې زموږ خوار ملت دی
هر یو د یو بل د مړغټانو د شخ نیولو لاسنجت کوي
حجت( میتازي) لاسنجت( په پنجه کې ټینګ نیول)
***
که تاریخ ونه لولې هغه خوار تکراریږي
که سپي ته ودریږي هغه بداطوار کراریږي
خاین ملامتي پر بل اچوي، خپله سر ګروي
هر شی انسان نه دی چې په دوو کرار دریږي
بداطوار( بد خوی )
***
طالبه غوړمال به دي ریښه پرې په تېشه کړې
منتقد به دي پاکه د مغز د تي وي شېشه کړي
ستا په ښوی مغز یخمالک وهي دا لیونی ګاونډ
دا فرعونان به د پیژندلو پتنګ خاشه خاشه کړي
خاشه خاشه (څیری)
***
دښمن د خپلو خوشبویه کولمو کابینه جوړه کړه
بل د دنیا ضد، بېړۍ پښو ته د زنانه جوړه کړه
د شیطان شین طوطي مو د ژبې پر سر ناست دی
په هر یاغي کړه مو دنیا ته د یا بهانه جوړه کړه
***
طالبه ته چې ځي جنت ته، دا بس دی
موږ چې دوږخ ته ځو، دا مو وس دی
هدایت ته تر لک ډیر پیغمبران راغلي
د دنیا غولوته ته یو شیطان بس دی
***
نن میلمه د طالب یمه هغه تللی ټوکونه ټولوي
د ټوکونو لپاره زما د مړیدو لپاره منزلونه لټوي
زموږ یارانه ګرانه ده په دې کار چې دی یې کوي
تللي له دښمنانو په زاریو د سر خیراتونه ټولوي
Comments