top of page
Search

طالب جانه - ۱۸

طالب جانه - ۱۸

طنزیه څلوریزې

محمود نظري


جمهوریت په ډیپلوماتو کې بین المللي چنډه یووړه

امارت په خپلو پټوانو کې وسله او ملي پلنډه یو وړه

جمهوریت ښه وو یو څه یې راوړه، یو څه یې وړه

امارتی ان د لنګوتئ په ولونو کې ملي جنډه یووړه

***

خدای روزي رسان دی د مشر د حرکت په واسطه

خلک ماړه کوي هغه ذات له خپل برکت په واسطه

تاسو بوغارې ووهئ چې حرکت نه لرئ لکه ګوزني

موږ یې ووهو د مړ ګونګ مشر د مملکت په واسطه

ګوزڼي( فلج)

***

دي باتور ملت ته تل د تور په تبۍ ګډوډۍ پخوې

له ملته تور ته د مډرنو وسلو د ډالۍ ګېډۍ پټوې

د وطن هرملي شی سوی ستا ځاني اسلامي غنیمت

د تور لنګي بادار دې په وطن کې خر منډۍ پتوې

خر منډۍ ( خر مستی)

***

ته خپله د هرې خپلې جهادي ډلې سره په جنګ یې

د هرې جنګي ډلې له غوښتنو سره سر په سنګ یې

هر یو د حلال غنیمت په نامه ټول بیت المال چور کړ

د هغو په خوښه د هر ضد ملي کار سره هماهنګ یي

***

د انجونو د نه زده کړې لپاره مي قاتل جهاد وکړ

د ګاوند د سیک ملا په خوله مو باطل اعتقاد وکړ

شیخه په مړو سترګو به څنګه مکتبونه خلاصوې

مازې واک ته دي ولي په ما ارتل الله داد وکړ؟!

الله داد( دماشومانو لوبه) ارتل (ګوز ایله کول )

***


1 view

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page