top of page
Search

طالب جانه - ۱۹

طالب جانه - ۱۹

طنزیه څلوریزې

محمود نظري


ملا ډوبیده امریکا ورته ویل هله لاس راکړه

هغه ویل زه ولي لاس درکړم ته لاس راکړه

زه افغان ملا یم څه اخلم چاته څه نه ورکوم

امریکا نه پوهیده په لاس واخله او لاس راکړه

***

بوغارې ته کوه، چې دي مسلمانان حلالول

اغیار دي نه، یوازې دي افغانان حلالول

ستا له شیطانی کبر او جهالته وطن سپېره سو

ستا کار دی د شیطان پښو ته نسوان حلالول

***

چې خپله مور پلوري د ایمان پلور ورته اسان دی

هغه چې سر کې څه نه لري هغه کله انسان دی

هغه وايي له وطنه د جد مخکی وخت مکه جوړوم

هدهد ته څه توپیر د تمدن او وخت د سلیمان دی

***

زه طالب د خلکو د ښه ژوند طریقه بدلوم

د ښکلو انجونو د زده کړې سلسله بندوم

تر هغه چې چلیدم د کراچي په لین چلیږم

خوند کوي، دلته کله د بسلماني ایماله بدلوم

***

دنیا کې د اسلام ډیرلوی دښمن بسلمان دی

د هغه نوم په ډکشینري کې جاهل مسلمان دی

د مولا سنت نه، د جاهلو عربو عرف کوي

لکه ابوجهل وایی د انجونو ځای قبرستان دی

***

نه چې طالب ډبرې شا ته پټ، چغه سي هغه یو هم دا دی

د اسلام دښمن چې کتاب کې راغلی هغه یو هم دا دی

د اسلام لوی دښمن جاهل دی، چې هغه دنیا ته بد پیژني

چې دین د اسلام جامه کې خرابوي هغه یو هم دا دی

***

4 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page