محمود نظری
طنز
طالب جانه- ۲
طالبه ایا ستا ټول دین یوازې دا د ښځو حجاب دی
د نسا سیند دي په خپل ړوند سوچ کړی یو حباب دی
دا بحر ولې ستا وچوسترګو ته سراب دی!
ایا ستا عدالت د نر،ښځۍ سره یوسان لکه د کتاب دی
***
ولی طالبه له وطنه هر ګران شی په یو ډرډنګ باسې
مغر، پوهه، وسپنه، چارتراش په ډنګ ډنګ باسې
غواړې د دې وطنه سپیره هدیره جوړه کړې
هر شی په درد خور بیله ځانه په شوډنګ باسې
شوډنګ( بی پروا)،ډردنګ(په یوه حمله)
***
په اوږده ږیره بنده ختا وځي، الله نه
په سپينو درواغو بنده ختا وځي، الله نه
دا څه د اسلام غوغا ده په دې ملک کي
په دې غلط اسلام بنده ختا وځي، الله نه
***
زمانه بدله سوه ته ولي بدل نه سوې
د دنیا له علم سره ولي معادل نه سوې
څه وخت به ته او ستا عقل بدل سې
اوښه الوتکه سوه ته خر ولي بدل نه سوې
***
ګرانه مور مو کله د پردو له عاشقي خلاصیږي
کله د روس کله د امریکا له سینه مالي خلاصیږي
اوس مو مور چپک ګاونډ تر سترګو لاندې نیولې
اوس مو مور کله له پلندر له اګۍمالې خلاصیږي
***
امریکا ولاړه، ځان نیسه، پاکستان راغی
دری رنګه جنډه ولاړه، خړسان راغی
خدایږو کله به بیا د ا چمن شین کیږي
غل کارپوه ولاړ ناپوه طالب جان راغی
***
لمن مي مه کشوده زه شا ته نه ځم
زه بیا د اوومې پيړۍ خواته نه ځم
خلک ورسیدل تر یویشتمي، طالب جانه
په ژړا وایم زه مخی ته ځم ، شا ته نه ځم
Comments