طالب جانه - ۲۰
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
هر کله مو د لویو لویو ښامارانو حجامت کړی
هر کله دښمن د مشر مړه په نوم قدقامت کړی
هر وخت د ښامار پرځای دنس چنجي چچلي یو
ځکه هر کله مو په غوړمالي دبدو کرامت کړي
***
طالبه د امریکا له برکته د خره پر ځای په هوا ګرځې
مردارو ورستو پيسو ته په دوو دوو او واویلا غورځې
هر شی د وجدان داوري غواړي نه په یوه سترګه چوک
د خان غلامي دي پریښوده د لکۍ لاندې د ګوپالا غورځې
چوک ( په یوه سترګه ړوند)، ګوپالا( تیار خور)
***
شیخه دا ډیره ښه ده، په نره غلامي کوه
د ملي ټولو ګټو سره بې ډره بې واکي کوه
څه ښه وایي ټول خرونه په څلورو نه ځي
د ولس ځورېده له خدایه بوله، خوشحالي کوه
***
طلبا مو په ډیرو غټو، سوچونو ملي ګرامو اخته دي
ملایان مو په ډیرو پنډو فکرونو دیسي ګرامو اخته دي
دلته د هر روحاني مقام د هغه د وړیو د وزن په کچه دی
هرپوه مو په ذره اندونو د تښتي زر کیلو ګرامو اخته دي
***
د جهاد په نامه په ړانده طالب موټرواني مه کوه
د ازادي په نامه خودسري او کړه د رواني مه کوه
ازادي او خودسري ستا په اند څه توپیر سره لري؟
د موسی په لکړه په مسلمانانو بیزوواني مه کوه
***
Σχόλια