top of page
Search

طالب جانه - ۲۱

طالب جانه - ۲۱

طنزیه څلوریزې

محمود نظري


ملاعمر مړ و، طالبه تا درواغ ویل

هیبت الله مړپړ و، طالبه تا درواغ ویل

اوس ملت ستا رښتیا ټول درواغ بولي

اسلام کې درواغ وه که تا درواغ ویل

***

افغانه لکه خپسکې نیولی بې روزګاره چوپ یې

لکه په اور چي ایرې واړوې بې انګاره چوپ یې

اخیر عیسی لا د جاهلو خلکو له لاسه په هوا سو

اخیر ته هم په هوا کیږې، ځکه بي ګفتاره چوپ یې

***

طالب په پرده اخته، ګاونډ ملا شموله کابینه جوړوي

ګاونډ په دولت بوخت، طالب بوغره د زنانه جوړوي

وایي تر ټولو اسانه کار ځان احمق ول دي نه د بل

موږ ډوډۍ غواړو طالب راته د ګړینګو خاګینه جوړوي

***

د طالب جان ژوند په ارمان د لیدو د حورو تیر سو

په تلتک کي په سوچونو د ښکلو ببر سرو تیر سو

اوس پوه سوه دا دنیا هم ډکه له ښکلو حورو ده

د امارت ترنګ د بوغرو د چشمکو په ګنډلو تیر سو

***

طالبه مات کړه د جهل بېړۍ د دنیا سپین شرطونه ومنه

اهل شموله دولت ، د ښځو حق او سپين تهمتونه ومنه

له غروره به هم ځان له لوږې مړ کړی هم ټوله ملت

د خپل تور خره کرار تا سه، د دنیا سپين چکونه ومنه

***


4 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Σχόλια


Ο σχολιασμός έχει απενεργοποιηθεί.
bottom of page