top of page
Search

طالب جانه - ۲۲


طالب جانه - ۲۲

طنزیه څلوریزې

محمود نظري


طالبان تغییر سوي پخوا یې درواغ نه ویل

سپینې کوترې ته یې د چم ګاونډ زاغ نه ویل

خدایه په تا ځان تړلی رانډه مغزه اهلي کړه

کاشکی ستا د ذات په علمیت یی درواغ نه ویل

***

ولي دعقل کوڼ یې د دنیا قرار نه اورې

وار وار د سیاسي شرطونو تکرار نه اورې

ولي بې بدلونه بیا بیا هر چاته لاس لپه کوې

کوڼ یې د پوهانو تکهار د فرار نه اورې

***

طالبان له جهله او انجونو له زده کړې کله تیریږي

وایي موږ پرې ځانوژنې کړي دا مو کله هیریږي

وايي زموږ بری زموږ په ناداني کي دی نه پوه

ګړبړ،ګړبهار به تل د ملا له تاوده سلندره ډزېیږي

***

جاهل خپله روښانه غلامي آزادي بولي

نادان بیا هر مډرن کار سره کافري بولي

دانا چې اول نادان وو هر نادان پیژني

نادانان خپل هر بسلماني کړ مسلماني بولي

بسلمانی ( جاهلیت)

***

ملا نه غواړي په بې حجابي، طالب عصري سي

توپک پریږدي اخته لکه دوی په خوښادي سي

چې یو خر په هنګا سي ټوله ورسره کورس وايي

نه پوهیږم ولي هر وار په ژوندیو انجنو بزکشی سي

***


0 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Commenti


I commenti sono stati disattivati.
bottom of page