طالب جانه - ۲۳
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
طالبه دنیاوال سترګور، تاسو غوندې قاریان نه دي
هغه چې اغیار نه وژني ورور وژني غازیان نه دي
چې خپل سپي درته غاپي د دښمن ګوله یې خوړلې
چي تل د ملت پر ژړا خاندي هغه یې دوستان نه دي
***
علما بې قانونه ځای اوسیمې ته ځنګل وایي
دنیا وال بیا یخی ولاړي اوبو ته کنګل وايي
یویې د ژوو ځای سي بل د کبانو زندان سي
طالبان له هغو تښلي انسان ته پاګل وایي
تښلی( تښتیدلی)
***
طالبه جانه خبر یي د هرملک د واک لاټو څرخي
دم درحاله د تورلینګي د مرییانو او مکټو څرخي
وایي فقر په ښه عدالت ختمیږي نه باټو او غرتو
د نظام ژرنده کله د هیوادونو په ناپاکو توکوڅرخي
لاټو( دماشومانو د لرګو چرخ)، ( تو(تف)، مکټو( بی کاره)
***
د بادار ترخې خبرې بې فرهنګه ته شکري نه دي څه دي
د طلبا د عقل له غشو د افغان لري پنچري نه دي څه دي
خبریاله طالب سرنه خلاصوي ولي دا زړه پېته تکراروې
طلبا ته په پام وګوره دا د تورجهل لښکري نه دی څه دي
لری( د حیواناتو معده)
***
ګاونډ طالب جان با فرهنګه ، خو نه افغانان بولي
اوس په هرځای کي د طالبانو استازي ځان بولي
طالبان تل له یوه سوري زر واري چیچل کیږي
تاریخ دوه واري چیچل سوي، غول سادګان بولي
Comments