top of page
Search

طالب جانه - ۲۴

طالب جانه - ۲۴


طنزیه څلوریزې

محمود نظري



هغه چې وایې ، هغه نه کوې، تل غاړه تازه لرې

ولي دنیا ته سر ډیر کښته کوې که غاړه جګه لرې؟

چارواکو لنډی فکر مو د دنیا له فکر سره برابر کړئ

ولي په سیاست کې لکه ناوې تل تر غاړه اینګه لرې

اینګه ( هغه څخه چي د ناوی سره د زوم کره ځي)

***

پخوا هره غوړه څوکۍ په رشوت او پلور وه

پخوا په مخلصانو کې په بخشش اوملا زور وه

پخوا په هوايي پيسو د شیرپور محلونه جوړیدل

کله د واده تیاري لکه اوس د، درو، څلور وه

***

پخوا مي پر داعش بد، نن یې پر هڅاند ملا وایم

په هر نا ځوانه برید، ډیر بد پر ژبغړاند ملا وایم

جمهوریت دا منل، ول داعش سته او زورور دي

وایي دا زه یم، داعش نسته زه ویاند د ملا وایم

***

ړوند یې په رښتیا پوهیږې په درواغو باور کوې

کوڼ یې مړه ویني او د قاتلو په برغو باور کوې

که ځان له خلکو لوی بولې بیشکه چې شیطان یې

امارت مړپړ دی ته لا په ژوند د دماغو باور کوې

برغو( سرنا)

***

زه نه ستا بیرغ او نه ستا نوم د نظام منم

نه دي سرود او نه دي د اهل کار زمام منم

زه وایم دا ومنه زما د غړکي خوند ښه دی

زه پوه طالب یم کله مډرن قانون د اسلام منم


0 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page