طالب جانه - ۲۵
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
قران وایي آسمان ته ختلای سئ مګر په سلطان
یاني ستورو ته ختلای سي باعلمه پوه مسلمان
کافر ستوري کشفوي، بسلمان ډولونه د استنجا
دنیا کې یوازې له علمه وروسته پاته دی مسلمان
***
که جهالت کوې، لوړد پرمختګ وسایل به نه استعمالوې
که د عربو جهالت کوې، موټر الوتکه به نه استعمالوې
اسلام او جهالت په یو لاس کې نه اخیستل کیږي دامتل دی
په الوتکه اپولو کې سپور، لوټه مسواک به نه استعمالوې
***
هر پوه سړی د دې ملک رشخند سو
له پز او لغتو ورته ګران ژوند سو
قیامت سو، خر سپاره په هوا ګرځي
د چاری پسونو لپاره دا وطن ایلبند سو
پز( ګوز)
***
ګاونډ طالب جان با فرهنګه ، خو نه افغانان بولي
اوس په هرځای کي د طالبانو استازي ځان بولي
طالبان تل له یوه سوري زر واري چیچل کیږي
تاریخ دوه واري چیچل سوي، غول سادګان بولي
***
هر غونډه کي چم ګاونډ د پلوي په پلمه طالبان رټي
د پيژندولو لپاره غونډه کې یې لکه جذامیان رټي
آیا طلبا پاکستاني وزې دي چې پړسیدلی په کاغذو؟!
دنیا ته یې په لکۍ پورته کیدو ولي قبض سامان رټي؟
***
Comments