طالب جانه - ۲۶
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
د طالب په شل کاله د یونیمې پيړۍ اسلام تغییر سو
اسلام بدل سو، که غلط د پوه طالب د اسلام تفسیر سو
دا مانا لري تر اوسه طالب پوره په اسلام پوه نه دی
اسلام ثابت دی د دوی نا پوهې کله داسلام تقصیر سو
***
لیوني د خاورو په کورګي او انجوني په ناوکۍ اخته دي
تا لیدلی چې چیري هم بیزوګاني په ترکاڼۍ اخته دي
علما ټوله د آسمانونو په رازو او سپړولو بوخت دي
طالبان د کولمو په فتوا په توپیر د ټیز، پسکۍ اخته دي
***
طالبه په خپل خره سپور شا ته وطن کله کشوای سې
دومره ډیر د بشریت په ودې سترګې کله پټوای سې
ته که په اوښ ځي،یا پر ګامیشي، یا پر خره ځې، ځه!
د دنیا له عصریته د خدای علمي دین کله جلاکولای سې
***
طالبه جانه تا ته د الوتکی پرځای اوښان ښه دي
ستا مرغلرو ټېغو ته خلک ساده او نادان ښه دي
دعربو د پیړیو مخکې د رواج وسله دلته کله چلیږي
تر تا کله د انجونو ژوندی ښخولو کې عربان ښه دي
***
دا جواز نسته چې افعي د ملت په خزانه کفچه ووهي
په لوچکي په هره دوکانچه د ملت په بهانه غوچه ووهي
ته له ملته منزلت واخله بیا ځان اسلامي امارت وبوله
دنیا مه پریږده،دعدل په دیګ کې د جهالت چمچه ووهي
***
Comments