طالب جانه - ۲۷
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
امارت لښتی لښتی دی یو ژور دریاب رقاص نه دی
هر یو خپله مختار امیر دی مشر ته په اخلاص نه دی
یو په خپل سر د ځوانانو کاکل ریبي او بل یې ځوروي
یو ځای دانجونومکتب خلاص بل ځای خلاص نه دی
***
په شل کاله پوه سوه رنګه تلویزیون ځړول سنت نه دی
په سل کاله پوهیږي دانجونو زده کړه بندول دیانت نه دی
زموږپيړۍ فهمه کله ځان د دنیا له ګړۍ فهمه کم بولي
په زرکاله پوهیږي موخه د اسلام خپرول د جهالت نه دی
***
افغان دي د ډوډۍ پر ځای له ناورین ډک کړ
وجدان دي له بدو، درواغو، او نفرین ډک کړ
د ادم اولاد په جهالت ویاړ نه کوي ای ملا جانه
دنیا ته دې ډیر ډیر موږ او زموږ ایین خرډک کړ
خرډک ( بی عقله)
***
زه نه ستا بیرغ او نه ستا نوم د نظام منم
نه دي سرود او نه دي د اهل کار زمام منم
زه وایم دا ومنه زما د غړکې خوند ښه دی
زه پوه طالب یم کله مډرن قانون د اسلام منم
***
طالبه واه هر سم کار ډیر ورو، هم بې طریقه کوې!
هر در سپارلي سم کار ډیر ورو هم بې سلیقه کوې!
له هره غاره هر ورځ کلتور ته کرار یو نیښ وهې
لکه ډانګیي هره خبره ته ګنګوړه هم بې صدقه کوې!
ګنګوړه( لکنت)
***
コメント