طالب جانه - ۲۸
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
ولي په پاسپورت د خلکو داسې شور ماشور دی؟
ولي د ژر وتلو لپاره د خلکو داسې شوراشور دی؟
لږته او خدای په خپل ګریوان کې یو وار تو کړه
په پوره جهالت دي پایماله کړی افغاني زورشور دی
زورشور( شان او شوکت)
***
منکر وایي باید داسې کاروکړو، دنیا ووایي دا هم دین دی
منکر سوچ کوي چي دا د ده له کولمو پو سوی آئین دی
اسلام د اخیر زمان د بشریت یو انساني او علمي دین دی
ولس له لوږی مړی منکریې اخته په ږیره او توهین دی
منکر( نهی عن المنکر)
***
طالبه ذره د اسلام له علما سلا واخله
لږ د ساینسي علمه ته هم تجلا واخله
د قران علمیت د هر عصر سره سم دی
رچه علم ته د نورو اسلامي فضلا واخله
رچه ( لږ)
***
افغانه ما ته سوغن پسه یې، واښه وخوره!
په کوڅو باغو کي ګرځه خس خاښه وخوره
قصاب وایی زه یم له لوږې کله مړ کیږي؟!
تر بسمل کیدو ځه د ځوزانو ریښه وخوره
سوغن(هغه پسه چي سوغ سوغ کوی)
***
لوخي غوښې چا یو وړې په هډوکو یې څوک جنګ کوي
څوک په دې لاره مړه، څوک مزې د ارګ د پالنګ کوي
یوپسه چې ځان له ګړنګه وغورځوي رمه پسې غورځي
ولي دا تورلینګي پر سپینو چرګانو بیا بیا ریخنګ کوي
***
コメント