طالب جانه - ۲۹
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
د ښاغلو اخوندانو کډې په پاکستان کي یرغمل دي
ګاونډ نیولی له پایڅو او له ګریوانه ګورمل دي
دا واړه یې د لویانو د کولمو په ګړبړ څه خبر دي
د هغو په هر کار، په پرتاګه کې په دنګل کټمل دي
ګورمل( غصه ناک)، کټمل ( خسک) دنګل ( خیز)
***
دا ږیره نه خریل ستا توصیه ده که اخطار منکره
ایا هر یو په خپله کولمه کې یاست کل مختار منکره؟
چې ستا کولمه غواړي هغسی ولس لکه پسونه سکڼې
په دې غلطو کړو مو ویست ان له مړه تانتار منکره
تانتار ( شور) منکر( نهی عن المنکر)
***
وطن په ړنوسترګو د ویده سویی نه جوړیږي
هر خوا ته په خپرولو د سوړ بوی نه جوړیږي
هره رښتیا خبره رد ول د روغ انسان کار نه دی
وطن په هر پوړنی پر سر ملا زنخوی نه جوړیږي
سویی( خرګوش)
***
طالبه دا توري دوړې پریږده څه ته عمل وکړه
تودي ډوزې پریږده له دنیا سره څه تعامل وکړه
اصلي قبض هغه دي چې هیڅ وخت به عاقل نسي
خپلو قبضو ته په صابونی ایمالو څه ته عمل وکړه
***
په ډوزه دي بیله ځان بل کله ختا وځي
یو یو به وي خو شل سل کله ختا وځي
درواغجن بل څه نه، ځان بې ابه کوي
د دوړن په خبروبل دوړن کله ختا وځي
ډوزه ( درواغ)، دوړن( درواغجن)
Comentarios