طنز
محمود نظری
طالب جانه- ۳
موږ د کوټې له چککه پورته، ناوې ته کښېناستو
موږ د توند لمر پورته د اور لبمې ته کښیناستو
د سپینو شتمنو غلامان وو اوس د پمن تور غلامان سو
ناروغه له ډاکتره پورته د ملا اودې ته کښیناستو
***
د جهل د ورکیدو لپاره مسلمانان پیدا سول
د فساد د ورکیدوو لپاره عالمان پیدا سول
اسلام مډرن دین د عالم الله د پوهې دین دی
د مسلمان د ورکیدو لپاره اوس بسلمانان پیدا سول
***
ستا له لاسه ولې مسلمانې پوه ښځې او ګزابۍ تښتي!؟
ستا نه ولي مسلمانې باحیا ښځي او کوسرۍ تښتي !؟
که ته لږ هم په خپل دین پوه وای طالب جانه!
ښکر دی پرې، له وحشي تل انجلۍ او پدمنۍ تښتي
ګزابۍ( بې عقله ښځه)،کوسرۍ( بې حیا ښځه)، پدمنۍ( ښایسته ښځه)
***
طالبه ته پاک خدای که خپل لوده خوشحالوې؟
ته اوس مروارید که خرمهره په غاړه وې
موږ ته مالوم یې چې د چا بنده یي!
په داسې کړو لوی الله که شوده خوشحالوي
***
زه واکمن کوڼ یم څه نه اورم
د بادار اورم د بل چا څه نه اورم
دا مي ادب دا مي انسانیت دی
د ناپوه ټوله اورم د پوه یو څه نه اورم
***
قناعت کول هم په خپله هنر دی
هغه چې په ښه او بد پوهیږي هغه سر دی
په دنیا کي پوچ او کډو سرونه ډیر دي
ښه سړی په واکمني کې بې شر دی
***
ستاسو هر چړي غواړي رابړ سي
په هر علمي چوکي مو ناست لمبړ سي
پام چي دا سوړه د خاورو ډکه نه کړئ
دا مندر دی چې هر منتر والا بامبړ سي!
لمبړ( کم عقل)،بامبړ( د مندر پندت)
***
غل که مسلکي وي د هغه لاس پرې کیږي
غلا که له لوږی وي د باچا لاس پرې کیږي
زموږ باچاهان کله لاسونه لري یوازې پښې لري
که غل خپله باچا وي د ملت کوزوپاس پرې کیږي
***
Comments