طالب جانه - ۳۰
طنزیه څلوریزې
محمود نظري
شیخه څو رنګه پینه پینه دي د ریا ګدړۍ ده
په سرو وینو رنګه دي سپينه صفا صدرۍ ده
موږ ته دجنت د رنګارنګو ګلانو خبرې مه کوه
خپله دي دنیا کې ځانته جوړه کړی زیبا نړۍ ده
***
د زړې بګۍ ګاډیوان مو اوس پاکستان دی
پخوانی یې روس، امریکا او انګستان دی
آس ته څه فرق کوي څوک یې چو کوي
له غولن فقیر ورته ډیر ښه ټسو خان دی
***
واوا د هر منکرمشکي ټېغ موږ ته اساسي قانون سو
د هغه علمي فضولات هریو موږ ته طالبي فنون سو
د خود سري لګه درګه جوړه سوه دکوږانو په افغانانو
هر یو د پنج کتاب په علمیت افغاني قارون هامون سو
منکر( نهی عن المنکر)، کوږ( یو ډول حیوان دی چې غاړه کږولای نسي)
***
طالبه آیا وطن هم لکه مسجد په چنډو جوریږي؟!
یا دا وطن په خلاصه خوله د سانډو جوړیږي؟!
که وطن بربادوې، پړسیدلی بوغیاني په وګوماره
ایا دا وران وطن د عصري علم په ړنډو جوړیږي
چنډه ( مرستو)،سانډه ( سمسره)
***
دنیا کې اسلام نسته موږ د اسلام قد او اندام جوړوو
له ټولو افغانانو مرییان د تور لینګي د مقام جوړوو
موږ د ټولو دنیا زبرواک یو امیر مو د دنیا امیر دی
دنیا موږ ته اړه ده موږ ورته ډیر انتیک نظام جوړوو
***
Comments