محمود نظری
طنز
طالب جانه-۴
اخیر د غلامي بې ابرويي ده
اخیر د غرورهم رسوایي ده
د طالب د غرور ترمامټر یو وار سل سو
د بې سوادي په اساس یې جوړه اربابي ده
***
د دې وطن هر واکمن یو ډول نه بد ډول غل دی
څوک رشوت اخلي، څوک د غنیمتیانو مل دی
څوک اختلاس کوي څوک وایي دا ځای داراحرب دی
هر یو په خپل دین ورته جوړ کړی یو چل دی
***
د وطن ټول ګران وسایل مو په غنیمت ووتل
په سمه سیده لاره هرڅه د دولت ووتل
مردارو ته یې داسي دیني سیده لاره اوره کړې
ټول دولتي لوکس موتړان د اخوندانو په اشارت ووتل
***
د شتمنو غلامي به دي خان کړي
د مفلسو غلامي به دي تش دستر خوان کړي
د غلامي دي دا بدرنګه مخ پرته سي
د غلام هر څه یوازې خوار بادار د ځان کړي
***
طالبه دا ناپوه وزیران ستا ظرفیت ښیي
په علمي سطحه ستا دنیاوي علمیت ښیي
بې علم ته علمي څوکۍ عامل د بدبختي دي
میخ په سوړه کې چخل کله عقلانیت ښیي
***
یار د ذهن په اینه کې یوازې ځان ښکلی ویني
دنیا او خلک کله د ریا شیخان ښکلی ویني
دا د زاړه ذهن اینه ماتول په کار ده
چې بیزو ځان او بچی تر انسان ښکلی ویني
***
وايي طالبان یویې هم رسمي معاش نه لري
د کورنۍ اړتیا د غوښې نخودو او ماش نه لري
هغو ته له اسمانه من اوسلوا را لویږي
ځکه هم طالبان غل او بدماش نه لري
***
په غلط ځای کي غلط خیرات ته ناست یو
په سوال ددنیا عجب مخلوقات ته ناست یو
وایی هر کله د روحانیت دام برکتي دی
ان ټوله خلک د چرګ قات قات ته ناست یو
***
コメント