محمود نظری
طنزی څلوریزې
طالب جانه- ۶
د ښځو دا سزا بس ده، چې میړه يي نصوار کوي
طالبان په یوشتمه پيړۍ کې لا پرې خمار کوي
بې ارزښته انسان ته هر شی بې ارزښته ښکاري
طالب ته دا ویاړ بس دی، چې ښځې ورسره کار کوي
***
صاحبه عقلمند سه هره خپله ختا ومنه
په هر ملي کار کي خپله ناولتیا ومنه
هغه چې خطا کوي ورته جزا ورکړه
په زغرده د هر بد کار ډرتا غرتا ومنه
***
طالبه اسلام باید تا ته دومره وړوکۍ نسي
په ټوله پسه کې یوازې یو هډوکۍ نسي
مبایل چکول ، پتلون والا والې ته غورځول
ږیره نه خریل، پر ښځو لانت درته کوکۍ نسي
کوکۍ ( د قران پاڼه )
***
رښتیا په دنیا کې مازې یو وار ژوند کوو؟
خو هغه کې بیا يوې ډوډۍ ته شخوند وهو
اخیر د دي دنیا ځو په دې پخو سوچونو
هلته به د یوې ډوډۍ خواست له خاوند کوو
***
طالب وايي دا زموږ دولت عمامه شموله دی
دنیا : یا غط وايې دا دولت همه شموله دی
طالب : همه شموله دولت باید هوډ او مهارت ولري
دنیا : په حجاب کې مهارت او هوډ مو همه شموله دی
عمامه ( لونګۍ)
***
Comments