طنزیه څلوریږې
محمود نظری
طالب جانه - ۷
دنیا تر مخ ځي موږ ولي هر وار تر شا ځغلو؟
یو وار نه څو واره شاته په بیا بیا ځغلو
ولي زموږ هره ورځ لکه بګیل کرک تر شا تګ دی!؟
ماغزه مو کار نه کوي ځکه تر شا په واوا ځغلو
***
هغه چې پر مخ ځي هیواد یې جمهوریت سي
چې پېړۍ تر شا ځي هیواد یې امارت سي
بد کوي هغه چې وایي تاریخ شا ته نه ځي
د ناپوه خلکو شا تګ دلته دیني بصیرت سي؟
***
اې! وچې ډوډۍ چیري یې ته؟
اې! ولي دومره زما لیري یې ته؟
وايي لوږه څوک بلا ته هڅوي!
ای خوږې غوړې بلا چیري يې ته!
***
نه چې کله دي هر افغان په ږیره اخ تو کړي
په غلامي دي هر مسلمان په ږیره اخ تو کړي
څوک چي ازاد فکر نه لري هغه نه آزادیږي
نه چې د دوحې په تړون دی پوهان په ږیره اخ تو کړي
***
جهالت د سپينو کالو لکه ده
په صابون له منځه نه ځي پخه ده
دا لکه د تاریخ په پوډر له منځه نه ځي
دا لکه نه ده دا د ابوجهل د بټې ګوتې ټاپه ده
***
تاریخي د هر بدل رنګ پرځای اخیر درې رنګه رپیږي
کله تر اخیره دلته خام، پیکه او بد رنګه رپيږي
هو ناخبرو مخلصو وړونو دا تکرار احسن ولي؟!
ښه واورئ اخیر به دلته ملي پتنګ درې رنګه رپیږي
***
Comments