طالب جانه - ۸
طنزیه څلوریږې
محمود نظری
طالبه سیاست کې کار ولي د سوټي کوې؟
ولي هر کار د کلتور بهر په سوټي کوې؟
ملی بیرغ، سرود ، د ازادي اتل او نظام نه منې
د ملي ګټو سره هر وخت ولي هلکوټي کوې
هلکوټي( هلک غوندې کړه )
***
خدایه ولي زموږ ټوله نظامونه افراطي دي؟
د یو نه بل هیواد سره هرومرو ارتباطي دي
دا چې هر واکمن ځان سایه کې فرعون ویني
د تللو کاروانو عبرت نه اخلي لا د هغو په غلطي دي
***
نه دوی پوهیږي څه او څه وکړي
نه دنیا پوهیږي له دوی سره څه وکړي
دا د زهرو غړوپ د دنیا له مرۍ کله تیریږي
له داسې څلورکنجه ګېند سره فیفا څه وکړي
***
هر طالب مو هم قاضي، هم مفتي، هم پولیس سو
هم ساینس پوه، هم انجینر،هم لارښود د تدریس سو
زور وسله ده هر چا ته چې په لاس ورسي ډزوي يي
نا پوه خلکو ته خوش نویس پوه خلکو ته چټلنویس سو
***
ناپوهان راغله فاسیدان یې ورک کړه
نوي راغله پخوانیان یې ورک کړه
وایي هیڅ حیوان خپله لکۍ لیدلای نسي
هر یو چې راغله افغانان یې ورک کړه
***
طالبه آیا ستا په مخلصو کې د کار اهلیت سته ؟
ملي جذبه د کار ، عقلانیت او قابلیت سته؟
ولی د دوی په غلطو کړو سوالونه جوړوې ؟
ولي نه وایې په طالبانو کې هم ډیر قبضیت سته؟!
***
Comments