top of page
Search

طالب جانه -۹

طالب جانه -۹

طنزیه څلوریږې

محمود نظری


وایی په هرڅه لوبه؛خو نه لوبه په ږیره د بابا

په هر څه لوبه؛ خو نه لوبه په ږیره د علما

ته څنګه افغان یې چې په کلتور یې نه پوهیږې

دا په ختا لوبه نه ده خو ده لوبه په ږیره د مولا

***

پسونو! پنجاب تاسو چاغولو ته ساتي

په دنیا باندې لکه ضعیف پلورولو ته ساتي

هغه پخوانی لوبه مو هیره سوه که یاده ده

هر چارې مو د ژمي لاندي کولوته ساتي

ضعیف( د طالبانو سفیر په پاکستان کي چي پاکستان امریکا ته وسپاری)

***

طالبان ولي د انجونو له مکتب سره تضاد لري

وایي مخلص وړونه ډیر شهوت مادر زاد لري

سترګې ړندي ښې دي نه مغز ړوند د چا

سر تر پایه په هوس د ښځو د لیدو خوی هر ملازاد لري


***

پوهو خلکو هم سوله هم شوله غوښتل

نا پوهو کله دواړه سوله هم شوله غوښتل

هغو چې سوله غوښتل پاته او نور ولاړه

له لوږی مړه سول چې یې سوله بیله شوله غوښتل

***

له دې ښه خبره نسته چي جاهل ځان ته دانا وایي

له دې ښه خبره نسته چي ړونډ ځان ته بینا وایي

هیڅ څوک ځان د رښتیا په اوریدولو نه ځوروي

تر ټولو ښه خبره چې د تمدن ضد ځان ته علما وایي

***

خدایه له دې اسلامه ټول افغانان تښتي

لکه د زمریانو د ډلې چې غوییان تښتي

بدمغزه انسانان ټولنې ته سر خوږی دی

څوک په هواځړیږی څوک مخ په بیابان تښتي

***

طالبه ولي دښمن ته په لاس بهانې ورکوې؟

دنیا ته براعلا د خپل نفاق ترافیکي اشارې ورکوې؟

ټول فرعونان یاست یو مو د موسی نه مني

ولي دغلامي لکه د موټر د پام چراغ علامې ورکوې؟

***

0 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


bottom of page