طنزیه څلوریږی- سوډران-۳
محمود نظري
د پوهې زندان کله ماتیږي د خبرو په پولۍ پولۍ
لري له ازله هرجاهل یوه پټه تر کالو لاندې لکۍ
له لیوه د پسه د ساتلو هیڅکله پوه انسان تمه نه کوي
جاهلان غواړي وریشي پوهان د نداف په ډنډاس او ډبلۍ
پولۍ پولۍ( ټناکې) ، ډنډاس ( دنداف لینده)
، ډبلۍ( دنداف د پنبې د ټکولو لرګی )
***
په دنیا کی اقلیت خلک نا پوه دي
دلته بیا اکثریت خلک نا پوه دي
دلته هغه د دنیا قانون کله چلیږي
د اقلیت پسې ځه، اکثریت نا پوه دی
***
د هرې روښنايي پسې خامخا یو توپان دی !
په ناپوهو کي ښه کره وزن د کپان دی
دنیا کي نن کره الکترونکي تله چلیږي
دنیا کې تله وجدان، دلته تله ګمان دی
کره ( دقیق)
コメント