طنزیه څلوریږی- سوډران-۴
محمود نظري
بد دښمن د وطن ضد د انجنو هرکله د تعلیم دی
د یتیم له خولې ګوله اخیستنه کارهرکله دغلیم دی
چش! خلکو لیوه په پوست کې د پسه راغلی!!
خلکو! دا د کډو غونډې خالي ککر کله سلیم دی
***
هر شی مي اخیستلای سې؛ خو فکر نه
هر شی مي اخیستلای سې؛ خو ذکر نه
شراب ځکه ښه دي په نشه کې رښتیا وايې
شراب مي اخيستلای سې خو سکر نه
سکر( د می نشه)
***
دا چې سر دي ریږدي لاس دي ریږدي دا زړښت نه دی
هر څه پریږدي مګر سیاست نه پریږدي دا زړښت نه دی
زړښت هغه دی چې په ببولالو ګویا یي او د بل نه اورې
چې د جاهل غرتو ته دي بدن ریږدي دا زړښت نه دی
***
Comments