طنزیه څلوریږی- سوډران-۵
محمود نظري
ان یو ووړ بد عمل مه کوه، کوه اعلا عملونه
یو کوچنی اوریځ پټوي د لمرد مخ ځلا انګارونه
په دې جادويي دنیا کې ډیر خلک لکه خره دی
په بدو اوربشو شخوند وهي نه خوری اعلا پلوونه
***
کیلومترونه لوی درواغ به چا تر اوسه لا ویلي نه وي
دومره ترټولو ډیر بد کړه به چا تر اوسه لا کړي نه وي
نامرده! وشرمیږه غیږ د انجونو او ښځو سره نیسې!
د ناچارې پیشي زمریتوب به چا تر اوسه لا لیدلی نه وي!
***
دومره لوړ غرورلکه تا ان شیطان نه لره
تر اوسه په دنیا کې یو بل مسلمان نه لره
ډیر ښکرونه د خلکو د پښو لاندی سول
صدام، قذافي، عمراخیر داسې ګمان نه لره
***
Comments