طنزیه څلوریږی- سوډران-۶
محمود نظري
واه بې همته! د فلسطین د مړو کوفتې ته خانده
د اسرائیلو خروښ او د امریکا الاورتې ته خانده
ستا دا غیرت به په تاریخ کې په ویاړ ولیکل سي
اوس دعربو نخرواود دجال خړتې پړتې ته خانده
الاورتې( چټیاټ). خړتې پړتې( چل ول )
***
مچ ترټولو نو د پرهار او شی ډیر مردار ښه ګڼي
خنزیرتر ټولو بدو خوړو هرشی ډیر مردار ښه ګني
بیزو پرهغه انسان چې ترهغې مردارخور دی خاندي
ځینی انسانان لکه حیوانان هربد شی مردار ښه ګني
نو( ریم)، پرهار ( ټپ)
***
که له ولې او چناره ثمر غواړې ، نسته
که په خپلو کي ان یو ککرغواړې، نسته
ستا لښته په لاس په ګمان دي خره څرې
که یوازې په غرتو له ونو برغواړې، نسته
بر ( حاصل)
***
Kommentare