طنزیه څلوریږی- سوډران-۷
محمود نظري
په اوسني دوران او زمانه کې کله چلېږي نمرود!
نن چې ساینسي دوران دی کله چلېږي دم درود
زما له ټټره ایسته سه خپسکې سا دي را بنده کړه
روح تازه کوي هلته چې هر کله ترنګېږي سرود
***
پر خوار یتیم باندې هر ګاونډ لاس پورته کوي
پر وڼډ ونډ باندې هر پلونډ لاس پورته کوي
دې دنیا کې زور بالای زور سته صبر وکړه!
جاهل په تیارې نه په ډیونډ لاس پورته کوي
وڼډ ونډ ( پارچه پارچه )، پلونډ ( پهلوان ، غټ )
ډیونډ( روښان)
***
دلته دي کافر پردی نه ، خپل حلالوي
دلته دي پوه نه جاهل څو ځل حلالوي
د خپل نژدي مکار دوست پردی ښه دی
یار دی د یاری په چاړه لکه جمل حلالوي
جمل ( اوښ- اوه ځایه حلالیږي)
***
Comentarios