طنزیه څلوریږی- سوډران-۸
محمود نظري
چې ټوله دنیا وایي ته بد یې؛ نو بد يې
چي وایي د پرمختګ ضد يي؛ نو ضد يي
ټوله پوهیږي په تا دا وړۍ نه غالۍ کیږي
چې وایي د ښځو لپاره بد دد یي، نو دد يې
دد(ځناور)
***
هغه څوک چې د ښځو په بدن کار لري مردار دی
هغه څوک چې د کامونو په تمدن کار لري غدار دی
ښه دولت هغه دی چې یونفره خېټي قانون ولري؟!
هغه چې بې قانونه بی بیریکه رفتار لري بیدار دی
***
له درده د دنیا کمزورو ډیري ډیري چغې وکړې
هغه چې زورور وه لا ډیري ډیري چغې وکړې
یو څه دا نر افغان ته هم د درد چغه په کار ده
نن هغه نران دی چې له درده یې ډیري چغې وکړې
***
留言