طنزیه څلوریږی- سوډران-۹
محمود نظري
په یوه زندان کې یو ښه په سد بل دی لیونی
یو وایي دی لیونی دی وايي بل دی لیونی
ګذاره ګرانه ده د دې دواړو په یوه قفس کې
په سد باید وتښتي پاته هغه بل دی لیونی
***
زموږ لویه بدمرغۍ دا ده ځان نادان نه بولو
بی سوچه یو لکه حیوان لاځان نادان نه بولو
دا د ټوپک د شپیلی خبرو ته د ملت زور نه وایي
له ټولې دنیا سره په شخړو لاځان نادان نه بولو
***
لوی غرونه اخیر له خپلو کبرونو چوي
ډیر لوړ غرونه دخپل نس له اورونو چوي
ډیر شیان دخپل دننه لانجو له منځه ځي
ډیر زړونه د خپلو رګونوله فشارونو چوي
***
افغانه ستا نه دا جهالت، یاري نه بندوي
دردونه ستا نه هیڅکله ملګري نه بندوي
ته چې پرې خوشحاله یې دا دي بس دي
دا مکاران د اسلام په نامه لوچکي نه بندوي
***
Comments